اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د وحشيانه استعمال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 11 بې كناه كشميريان شهيدان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا ج??ري شوي د غندنې په بيان كښې پاكستان وئيلي دي چې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د استعمال په نتيجه كښې په شوپيا او انت ناګ كښې كم نه كم 11 بې ګناه ځوانان شهيدان شوي دي او دا هم اطلاعات دي چې دا وحشيانه كرېك ډاؤن لا هم روان دے ا?? په مظاهرچيانو ا?? په خاص توګه په ماشومانو او مېرمنو د پېلټ ګن استعمال كولې شي۔ انټرنېټ سر??س بند كړے شوےِ٬ دا د بې ګناه كشميريانو د سر??يټولو او تر فشار لاندې د راوستلو يوه بله هڅه ده۔ وياند ووئيل چې دې اقدام سر?? د هند څېره يو ځل بيا بې نقابه شوې۔ د هند د رياستي تشدد غېر انساني او بدنما څېره رامخې ته شوې كوم چې د څو لسيزو نه د كشميريان?? په ضد داسې كارروائې كوي۔ وياند ووئيل چې پاكستان څو ځله وئيلي دي چې د هند لخوا داسې اقدامات قصدا ا?? په منظم ډول د كشميريانو د عزم ماتولو هڅه ده خو سر?? د دې بدنما كارروائيو د كشميري اولس عزم ته ماتې ورنه كړې شوه۔ د مقبوضه كشمير بهادر او جري اولس با?? با?? احتجاج كوي ا?? په يو صورت هم د دوي د خپلواكې د هڅو جذبه نه شي څوك كمولې او نه به هند كامياب شي چې د كشميريانو هڅې ترهګرې سر?? وتړي او نړۍ ګمراه كړي۔ وياند ووئيل چې پاكستان د جمو كشمير اولس سر?? يووالي كوي٬ مونږ نړيوالې ټولنې ته وايو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي چې پكښې بنيادي انساني حق شامل دے٬ِ نړيوالې ټولنه دې په هند فشار واچوي چې دغسې هغه د دې شرمناك سزاګانو كلچر بند كړي كوم چې د تېرو څو لسيزو نه روان دے۔ پاكستان نړيوالې ټولنې ته وئيلي دي چې هغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې پوخ حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔