كوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان نګران وزيراعلٰي علاؤالدين م??ي وئيلي دي چې امن لپاره قربانې وركونكو ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كو??٬ د سي پېك پروژې ترسره كېدو سره به په بلوچستان كښې معاشي انقلاب راشي او په صوبه كښې به د روزګار موقعې په لاس راشي۔ ده دا خبرې د پاكستان د آزادې ورځې په موقع په كوئټه كښې د بېرغ هسكولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دستوره كښې د بلوچستان اسمبلې سپيكرې راحيله حميد خان دراني٬ د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې د بلوچستان وزيراعلٰي ووئيل چې په ټولټاكنو كښې په ښه ډول ??ډون كولو سره ا??لس د ترهګرو عزائم شنډ كړي٬ ا??لس د نوي حكومت نه ډېرې هيلې لري او زه باور لرم چې ??وې حكومت به د ا??لس په هيلو پوره وخېژي۔