اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) حكومت دا خبره په ډاګه كړې چې هند سره به د اوب?? او ډېمونو جوړولو په معامله د پخوا په ډول نرمه رويه خپلولې نه شي۔ مونږ به سخت دريځ خپلوو۔ د نهې په ورځ سېنېت كښې دپوښتنو دمې په مهال د سناتور آغا ??اه زېب دراني د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان و??ئي?? هند په نيلم كشن ګنګا بجلي ګھر جوړ كړې و??ې د رېټل پن بجلي ګھر جوړول ئې لا پېل كړې نه دي۔ د بجلی ګھر ډیزائن د لوظنامې اړوندو تصريحاتو ترمخه نه دے۔ د بشري حقونو وزيرې ډاکټر شیریں مزاری و??ئي?? د هند ډله نن خبرو اترو له راروانه ده۔ هند چې كوم بندونه جوړ كړې دي په دې كښې ئې د لوظنامې خلاف ورزي كړې ولې مونږ ډېر وروستو په دې معامله ثالثي عدالت ته تلې يوو۔ دې و??ئي?? هند سره مو دا معامله په وخت پورته نه كړه۔ دا د تېرو حكومتونو غلطي ده اوس به نرمي خپلولې او رعايت كولې نه شي۔ دې څخه وړاندې د سناتور اعظم سواتي د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان و??ئي?? په اوسني وخت كښې څلور نيوكليئر پ??ور پلانټس قومي ګرډ سره مرسته كوي۔ د كال 2017ء په مهال سی ون څخه 325، سی ټو څخه 325، سی تھری او سی فور څخه 340/340 میګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ ده و??ئي?? جاج به اخستلې شي چې كومې ذريعې ارازانه برېښنا پېدا كولې شي۔