اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې حكومت د اقتصادي مشاورتي كمېټې څخه د عاطف ميا د نامزد??ې بېرته اخستلو پرېكړه كړې۔ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې د علماؤ پشمول د ټولنې ټولو طبقو سره م?? په وړاندې تلل غواړو٬ كه د كومې يوې نامزدګۍ ن?? مختلف تاثر پېدا كېږي نو دا مناسبه نه ده۔ ځكه حكومت د اقتصادي مشاورتي كمېټې نه د عاطف ميا د نامزد??ې بېرته اخستلو پرېكړه كړې۔ وفاقي وزير په خپل ټويټ كښې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان آئيډيل د مدينې رياست دے۔ وزيراعظم او د كابينې غړي عاشقان رسول دي۔ ده ووئيل چې ختم نبوت زمونږ د ا??ما?? برخه ده او په دې وروستيو كښې د سپكاوي د خاكو په معامله چې حكومت كومه كاميابي ترلاسه كړې ده٬ هغه هم د دې نسبت ??رګندونه ده۔