اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاق?? وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې پاکستان د بې??ا بې??و پرمختيائي هلو ځلو د لارې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ هڅو لپاره د كردار لوبولو عزم لري٬ د افغانستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د افغانستان د بيا رغونې او بحالۍ لپاره د كمېټۍ د غونډه مشرۍ په مهال وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر علي رضا بھټه او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو۔ خسرو بختیار ووئيل پاکستان په ك??ل 2001 كښې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ لپاره پروګرام “ريليف پېكج” اجراء كړې ٶ٬ دې مقصد لپاره د لس كروړه ډالرو د ګرانټ لوظ شوې ٶ كوم چې په ك??ل 2016 كښې زر مېليونه ډالرو ته رسولې شوې۔ ده ??وئيل د كال 13-2002 څخه په افغانستان كښې په 14منصوبو عملدرآمد شوې چې پكښې روغتونونه٬ هاسټلونه جوړول ٬ افغان زده ??وٶنكو ته سكالرشپس وركو?? او د طورخم جلال آباد سړك جوړول شامل دي۔ د 32.45 اربه روپو په لګښت دغه منصوبې ترسره كړې شوې دي۔