اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي هېواد كښې هېڅ معاشي ستونزه نشته۔ په دې اړه هېجاني كېفيت پېدا كول سم نه دي۔ هېواد ته لويه سرمايه كاري راروانه ده۔ برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ خساره كښې كمې رامخې ته كېږي۔ د بنيادي مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده د نهې په ورځ د 11م سو??يلي آسيائي اقتصادي سمټ پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ ?? څلور ورځني كنفرنس اهتمام پائيدار پرمختګ لپاره پالېسي ادارې (اېس ډی پی آئی) كړې۔ په دې مهال د خزانې پخوانۍ لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير د هېواد معاشي صورتحال او دې كښې ښه والي له د حكومت لخوا پورته كړې ګامونه په ډاګه كولو سره ووئيل د هېواد اقتصادي اشاريې پياوړتيا پلو روانې دي۔ ده ووئيل د اېكسچېنج رېټ پرېكړه د سټېټ ب??نك اختيار دے او بېنك به په دې اړه د پرېكړې كولو اختيار په ځائې ساتي۔ بياهم كه حاجت شو نو د اسټېټ ب??نك تګلاره به مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د پي ټي ??ئي په پالېسۍ كښې هېڅ بدلون راغلې نه دې۔ د اسټېټ ب??نك د بې پرې او خپلواكې ادارې حېثيت به په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل د سټېټ ب??نك او د خزانې وزارت ترمخه د رابطې مېكنزم جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كرتار پور پوله پرانستل يو ښه ګام وو۔ په دې پاكستان هن?? څخه د مثبت ځواب هيله لري۔ اسد عمر ووئيل هيله ده چې د سارك په كچه مرسته به سباؤن كښې د سو??يلي آسيا منطقه مستحكم كړي۔ ده ووئيل کانفرنس كښې د هن?? ګډون نه كولو د افسوس وړ دي۔ دواړو هېوادونو له به د مسئلو آؤټ آف باكس حل سوچ كول وي۔ د خزانې وزير ووئيل په سو??يلي آسيا كښې په انرجي لنك بايد كار وكړې شي۔ دې مقصد لپاره د پالېسي پوهانو وړاندېزونه بايد راشي او دا ډول كنفرنسونه په دې لړ كښې ګټه ور ثابتېدې شي۔ دستورې ته پخوانۍ لنډ مهالې وزير ډاكټر شمشاد اختر سره سره اېمبېسېډر شفقت کاکاخیل، اي ډي اېس ډی پی آئی عابد سلهری، یو اېن ای اېس سی اے پی، هن?? څخه ډاكټر نګيش كمال او د ډبليو ټي ??و استازي رتناكر ادهيكري هم خطاب وكړو