اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان د كرسمس په موقع په خپل خاص پېغام كښې په پاكستان او ټوله نړۍ كښې مسي??ي ټولنې ته مباركي وركړې۔ په خپل پېغام كښې وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي چې يسوع مسيح نړۍ ته انسانيت لپاره د ا من٬ محبت او شفقت علامت په توګه رالېږل شوے و او د ده د امېد او بخښنې پېغام د ابدي نجات لار روښانه كړې۔ وز??را??ظم ووئيل چې د يسوع مسيح تعليمات په ټوله نړۍ كښې انسانانو لپاره د امن او خوشحالې دي۔ ده ووئيل چې كرسمس د الله تعالٰي د نعمتونو نه د خوند اخستلو او د خوشحالې موقع ده۔ ده ووئيل چې د كرسمس ورځ مونږ ته سختې او ستونزو سره د مخ شويو خلقو د مرستې درس هم راكوي۔ وز??را??ظم ووئيل چې دا ورځ مونږ ته رايادوي ??ې د انسان په حېث مونږ د نورو انسانانو ستونزې ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل چې د خوشحالې په دې موقع مونږ خپلو مسيحي وروڼو سره يو۔ ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مذهبونو ترمېنځه د همغږې داعي دے۔ وز??را??ظم ووئيل چې مسي??ي ټولنه زمونږ د ټولنې لازمي جز دے او مونږ د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د دوي په شركت فخر كوو۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت په هېواد كښې د اوسېدونكو ټولو اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره پوخ عز?? لري او د دوي د حقونو ضمانت وركوي۔ ده ووئيل چې زمونږ آئين هم د قائداعظم محمد علي جناح د نظر تشريح كوي په كوم كښې چې ده په پاكستان كښې اوسېدونكو د ټولو مذهبونو پېروكارو لپاره د مساواتو٬ آزادې او تحفظ د پالېسې څرګندونه كړې وه۔ وز??را??ظم ووئيل چې د كرسمس د خوشحالې په موقع به پاكستان متحد كولو لپاره په ګډه د كار كولو عز?? كول وي ??ې دغسې په هېواد امن٬ خوشحالې٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوي پاكستان په وژن عمل وكړې شي۔