اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) قامۍ اسمبلۍ ??ښې د مخالفې ډلې ګوندونو شريكه غونډه د شورو په ورځ د شهباز شريف په مشرۍ ??ښې وشوه۔ په غونډه ??ښې د پارلمان دننه او بهر د سياسي لائحې تعين او د اشتراك عمل له اقدامات تجويز كولو لپاره د مخالفې ډلې ګوندونو جوائنټ اپوزيشن كوارډيېنشن كمېټۍ ته حتمي شكل وركړې شو چې نمائندګي به ئې د مسلم ليګ (ن) شاهد خاقان عباسي ٬ خواجه سعد رفيق٬ احسن اقبا?? ٬ ٬ رانا ثناء اللہ٬ مرتضیٰ جاوېد عباسي او سناتور جاوېد عباسي كوي دغسې د پيپلز ګوند لخوا به سید خورشید احمد شاہ‘ راجه پروېز اشرف‘ سناتوران شېری رحمان او سید نوید قمر‘ د متحدہ مجلس عمل څخه به عالیه کامران او د اے اېن پي لخوا به امير حېدر خان هوتي په كمېټۍ ??ښې شامل وي۔ په غونډه ??ښې د مني بجټ پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او دا پرېكړه وشوه چې اولسي مسئلو او ستونزو لپاره به مخالفه ډله په ګډه احتجاج كوي