اسل??م آباد 08 جو?? (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وكيلانو لخوا د قومي اسمبلۍ غړي رانا ??ناالله ته د 2 اربه روپو د هرجانې نوټس لېږ?? شوے۔ ليګل نوټس د مئي په 26مه نېټه د اطلاعاتو خاص مرستيالې په اړه په بې بنسټه او د دروغو په بيانونو لېږ?? شوے۔ په نوټس كښې وئيلي شوي دي چې فردوس عاشق اعوان په ټوله نړې د يوې قابلې او ايماندارې سياست والې په توګه پېژندلې شي او هغه تر لسو كلونو د قومي اسمبلۍ غړې پاتې شوې او په پنځو بېلا بېلو وزارتونو كښې د وزيرې په توګه پاتې شوې او په دې وخت كښې ئې هم د وزيراعظم د اطلاعاتو د خاص مرستيالې ذمه وارې پغاړه اخيستې دي۔ رانا ??ناالله مېډيا سره په خبرو كښې په هغې بې بنسټه تورونه لګولي دي او د هغې زړه ازار شوے او شهرت ته ئې زي??ن رسېدلې۔ رانا ??ناالله ته وئيلي شوي دي چې تورونه دې رد كړي او بخښنه دې وغواړي او په هغه ډول دې خپره كړي لكه څنګه ئې چې د دروغو بيانونه خپره كړي دي٬ رانا ??ناالله دې بخښنې سره 2 اربه روپې هرجانه هم ادا كړي۔