اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د يو اېس اے د نارتھ شورمیډیکل لېب چیف اېګزیکټو آفسر ډاكټر عابد شېخ پاکستان كښې د صحت عا??ه په څانګه كښې د 40 مېليونه ډا??رو ماليت د سرمايه كارۍ عزم كړې دې۔ ده د دې عزم څرګندونه په واشنګټن كښې وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال كړې۔ ډاکټرعابد شېخ پنجاب كښې د ضلعې په مركزي روغتونونو كښې د مخكښې نه پېل كړې شوې د پېتهالوجي لېبارټريز خذماتو او آٶټ سورسنګ ??حقله بريفنګ ??م وركړو۔ ده وزيراعظم ته ووئيل په دې منصوبه كښې نارته شور لېب د لس مېليونه ډا??رو سرمايه كاري كړې ده چې ورته د امر??كا??ي حكومت ضمانت هم ترلاسه دے ۔ د نارتھ شورمیدیکل لیب مركزي دفتر په نيويارك كښې دې٬ دا يو كلېنكل رېفرنس لېبارټري ده۔ د نارتھ شورمیډیکل لیب د کال?? آف امریکن پیتھالوجسټس نیویارك،د امریکې د صحت څانګې ، سنتر فار مېډی کئیر اېنډ میډیکېټیډ سروسز یواېس اے، پنسلوانین ډیپارټمنټ آف هېلتھ اېنډ هیومن سروسز، او په نورو امر??كا??ي رياستونو كښې د صحت عا??ه ادارو د اېګرېډېټېشن وړ ده۔)ګ ل