جدہ 06 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان كښې چې څومره سياسي ګوندونه يا تنظيمونه دي٬ وړومبې او اوس هم د كشمير په م??ئل?? د ټولو سوچ يو دے٬ ?? او آئي سي رابطه كمېټۍ د هند د يو اړخيزه اقدام غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ ?? او آئي سي د رابطه كمېټۍ په بيړنۍ غونډه كښې د ګدون نه پس ميډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د مقبوضه كشمير د نوي صورتحال له مخې په مختصر نوټس ?? او آئي ??ي بېړنۍ غونډه د نهې په ورځ په جده كښې راوبللې شوه او مونږ د هند عزائمو په اړه سلامتي كونسل او او آئي سي خبر كړې۔ ده ووئيل د هند د مخالفې ډلې ګوندونه هم د مودي سركار د اقدام غندنه ??وي?? ده ووئيل په دې لړ كښې د پارلمان شريكه غونډه هم د نهې په ورځ رابللې شوې۔ ده ووئيل زه سعودي ته عمرې او حج لپاره راغلې ووم خو ما د مقبوضه كشمير د نوي صورتحال په اړه د اګست په وړومبۍ نيټه خپلې اندېښېنې لي??لو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته لېږلې وې۔ ده ووئيل ?? او آئي سي د رابطه كمېټۍ بېړنۍ غونډه كښې د هند د يو اړخيزه اقدام غندنه او خپله غوښتنه بيا كولو سره وئيلي دي چې هند له د بشري حقونو تنظيمونو ته په مقبوضه كشمير كښې د تحقيقاتو اجازه وركول پكار ده٬ پاکستان په دې لړ كښې هېڅ اعتراض نه لري۔ ده پوښتنه وكړه چې پاكستان د يو اېن هيومن رائټس تظمونو ته د اجازې وركولو نه سر غړونه ولې كوي دا هم د نوې ډلي دې پرېكړې څخه واضح شوې ۔ ده ووئيل په كشمير زمونږ دريځ پرله پسې سره واضحه دے چې دا يوه متنازعه سيمه ده۔