اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د مولانا فضل الرحمان په حلقه كښې د غونډې ك??لو اعلان وكړو۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښ?? وفاقي وزير ووئيل چې د مولانا په حلقه كښې به په دوه چنده اولسي طاقت سره مظاهره كوم۔ ده ووئيل چې د هېواد ټ??لو ګوندونو دومره كسان رانه وستل ش??ل٬ د دې نه زيات خو به زما په غونډه كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل چې كوم كس په ټاكنو كښې ماتې خوړلې هغه د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه څنګه كولې شي۔ وفاقي وزير يو ځل بيان مولانا ته انتخابي مېدان ته د راتللو چېلنج وركړے۔ ده ووئيل چې كه مولانا تيار وي نو زه خپلې ګټلې چوكې پرېښودلو ته تي??ر يم او چېلنج وركوم چې بيا ټاكنې ك??لو سره دې وګټي۔ كه مولانا غواړي په ټ??لو پولنګ سټېشنو دې كمېرې ولګوي او زما مقابله دې وكړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې په ادارو تنقيد بند كړي او كه همت لري نو زما چېلنج دې قبول كړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې دهرنې سره سره زما لخوا د لېږل شوي نوټس ځواب وركړي۔ ده ووئيل چې د مولانا مارچ كشميري اولس سره زياتې دے۔