اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د تعليمي وظ??فو اهميت څخه هر كس خبر دے٬د تعليم وظ??فو په وركولو كښې به سپيځلتيا په هر ډول باوري كولې شي٬د كورنۍ په تربيه كښې لوستې مېرمن بنيادي كردار لري ۔”احساس انډرګريجوېټ پروګرام”كښې د مېرمنو زده كوونكو لپاره نيم په نيمه وظيفې مقرر كرې شوي كوم چې خوشبينه ا??دا?? دے۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاكټر عارف علوي د لوړو زده كړو په كمېسون كښې”احساس انډر ګريجوېټ پروګرام”له مخې د وائس چانسلر كمېټۍ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔اولس مشر ووئيل ما د زده كړو په مهال د قابليت په بنياد تعليمي وظيفه ترلاسه كړی وه او وړومبنې ماسټر ډګري مې د تعليمي وظيفې د لارې بشپړه كړی وه ۔ده ووئيل ځكه زه د تعليمې وظيفې د اهميت نه خبر يم او د دې اهميت څخه انكار نشي كېدې۔اولس مشر ووئيل د احساس انډر ګريجوېټ پروګرام له مخې د تعليمې وظ??فو وركولو دا وړوم??ې پروګرام پیل كړی شوې چې له مخې يې 50 زره څخه زياتو زده كوونكو ته به هر كال تعليمي وظيفې وركولې شي۔ده ووئيل لوستې مېرمنې د كورنۍ په تربيه كښې مهم كردار ادا لري او د احساس پروګرام له مخې 50 فيصده تعليمي وظيفې مېرمنو زده كوونكو لپاره بېلول خوشبينه ا??دا?? دے۔ده ووئيل ډاكټر ثاني?? نشتر د احساس پروكرام له مخې په پېل كړی دې مهم پروګرام د مباركۍ مستحق ده۔ده ووئيل د احساس پروګرام او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې جې د غريبو كورنيو كفالت له چې كومه تګلاره خپله كړی شوې دغې له ?? پروګرام سپيځلتيا ډېر اهميت لري ۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې لوستې مېرمنې د تعليم بشپړولو نه وروستو د كورونو په ذمه وارو كښې بوښتې شي كوم چې پخپل ځاې اهميت لري خو د ټولنې رغونې او پرمختګ كښې عملي كردار تر سره كولو لپاره د دوي ډاډګيرنې ته اړتيا ده ۔په دې موقع د احساس پروګرام چيئرپرسن ډاكټر ثاني?? نشتر هم وېنا وكړه او د “احساس انډر ګريجوېټ پروګرام” په بنيادي خدوخال ئې رڼا واچوله