اسلام آباد ۔ 01 جنوری (اے پی پی) پاکستان او هند يو بل له په جوهري تنصيباتو د بريد نه كولو لوظنامې ترسېوري لاندې د جوهري تنصيباتو فهرست په با??ابطه توګه وركړې۔ د خارجه دفتر لخوا د يو بيان ??ه مخې پاكستان په جوهری تنصیباتو د بريد نه كولو لوظنامې شق 2 ترسېوري لاندې د شورؤ په ورځ سحر د پاكستان معياري وخت ترمخه 10 نيمې بجې د پاكستان جوهري تنصيباتو فهرست خارجه وزارت كښې په با??ابطه توګه د هندي هائي كمېشن نمائنده ته وسپارلو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ په جوهري تنصيباتو د بريد نه كولو لوظنامه د كال 1988ﺀ دسمبر مياشتې په 31 مه نېټه لاس ليك شوې وه۔ دغسې د هند خارجه چارو وزارت په نوي ډيلي كښې د هندي جوهري تنصيباتو فهرست د هند معياري وخت ??ه مخې 11 بجې د پاكستان هائي كمېشن نمائنده ته وسپارلو۔ د لوظنامې شق دے چې د??اړه هېوادونه به هر كال د جنورۍ په ا??لن?? نېټه يو بل د خپلو جوهري تنصيباتو څخه خبروي۔ دا لړۍ د كال 1992ﺀ جنورۍ مياشتې ا??لن?? نېټې څخه دوام لري