اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سي پېك په حقله به مونږ ل?? خپلې ګټې ته كتل وي۔ اولس مشر ټرمپ د پاكست??ن دوره كولو كښې خوښي لرلې ٬ ډېر زر پاكستان ته راتلل غواړي۔ كه كشمير كښې حالات ناوړه كېږي نو د منطقې په معيشت ئې منفي اغېز پرېوځي۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د چين پاكستان راهدارۍ په حقله به مونږ ل?? خپلې ګټې ته كتل وي كوم څيز چې زمونږ په ګټه وي مونږ به په هغې عم?? كوو۔ ده ووئيل پاكستان به نړۍ ته د خپل نكته نظر وړاندې كولو بشپړه هڅه كوي۔ كه كشمير كښې حالات ناوړه كېږي يا سوئيلي آسيا كښې كوم تاؤ تريخوالې رامخې ته كېږي نو د دې منفي اغېز د منطقې په معي??ت راځي او د دې ټولو مسئلو په ډاګه كول زمونږ فرائض دي او وزيراعظم عمران خ??ن دا په ډاګه كړې دي۔ ده ووئيل اولس مشر ټرمپ د پاكست??ن دورې كولو له خوښي ښكاره كړې او هغه ډېر زر پاكستان ته راتلل غواړي۔ ده زياته كړه چې امريكائي اولس مشر پاكستان يو مهم هېواد ګني او هغه پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړي