نېروبي 30 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه م??مود قرېشي وئيلي دي کينيا د ختيزې افريقائي منطقې “ګېټ وے” ده٬ پاكستان د كينيا پشمول افريقائي هې??ادونو سره خپلو سفارتي اړيكو ته زيات اهميت وركوي٬ د چين نه پس كينيا د پاكستان مصنوعاتو لپاره لويه تجارتي منډۍ ده۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ نېروبي كښې د كينيا خپل همڅنګ رېشليا اومامو سره ملاقات كښې كړې۔ د خبرو اترو په مهال ??ه دوه اړخيزه اړيكو٬ د سياسي او اقتصادي مرستې د ودې پشمول د شر??كې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير رېشېليا اومامو ته د كينيا د خارجه وزارت په منصب مباركي وركولو سره ووئيل کينيا د ختيز افريقائي منطقې “ګېټ وے” ده٬ پاكستان د كينيا پشمول افريقائي هې??ادونو سره خپلې سفارتي اړ??كې مهمې ګڼي۔ ??ه دې موقع خارجه وزير د كينيا خپل همڅنګ د پاكستان د نوي سفارتي ترجيحاتو ”انګېج افريقه” د وژن د خدوخال نه خبر كړو۔ شاه م??مود قرېشي ووئيل د چين نه پس كينيا د پاكستان مصنوعاتو لپاره لويه تجارتي منډۍ ده٬ د پاکستان سپينې وريژې كينيا كښې ډېرې خوښولې شي او د كينيا د چائے په پاكستان كښې خوښېږي ۔ ده ووئېل د کينيا په پايه تخت نېروبي كښې ټرېډ كنفرنس كول د دې خبره عكاسي ده جې زمونږ په نزد كينيا په خاص توګه او افريقه په عامه توګه څومره اهميت لري۔ ده ووئيل د پاكستان د پارلمان سپيكر مارچ كال 2020 كښې د كينيا٬ روانډا او يوګانډا د دورې كولو اراده لري٬ مونږ ??ه دې وياړ لرو چې د افريقائي هې??ادونو يو شمېر سفيران د پاكستان فارن سروس اكېډېمۍ څخه تربيه ترلاسه كړې او ھغوي د پاكستان او افريقائي هې??ادونو تر مېنځه د روابطو په م??تحكمولو كښې خپل بشپړ كردار لوبوي۔ شاه م??مود قرېشي ووئيل پاكستان په افريقائي ائتلاف كښې د شاملېدو خواهش لري٬ هيله لرو چې كينيا به ??ه دې لړ كښې د پاكستان معاونت وكړي۔ خارجه وزير د كينيا خپل همڅنګ د هند لخوا په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو نه خبرولو كښې ووئېل 80 لكه بې ګناه كشميريان د هند د ظلمونو نه خلاصي له د كينيا لخوا د بشپړه غږ پورته كولو غوښتنه كوي ۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او كينيا ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره سفارتي هلې ځلې ٬ د لوړې كچې د پلاويو تګ راتګ زياتولو او د التواء ښكار د لوظنامو د زر توثيق په اهميت زور رواړو۔ د کينيا خارجه وزير د مخدوم شاه م??مود قرېشي كينيا ته د راتګ هركلي كولو سره ختيزه افريقه په خاص توګه كينيا سره روابط پخپلو سفارتي ترجيحاتو كښې په شاملولو د خارجه وزير مننه وكړه۔ ??ه دې موقع شاه م??مود قرېشي د كينيا خپل همڅنګ رېشېليا اومامو ته په وړومبي فرصت كښې د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړ