اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) د اسلام آباد آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان وئيلي دي د پو??يس هر يو ځوان په اهليت او صلاحيت بھرتي كړې شوې ۔ په هر يو اهلكار لازم ده چې خپل فرض په ايماندارۍ سره ترسره كړي او د وګړو د مال او ځان حفاظت كولو سره د پو??يس نامه روښانه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پو??يس لائن هېډكوارټر كښې ټرېننګ كوؤنكو رېكروټس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تاسو د اهليت په بنياد بھرتي شوې ئې ۔ ستاسو تربيه روانه ده او هيله لرم چې ټرېننګ بشپړېدو څخه وروستو به په ايماندرۍ سره خپل فرض ترسره كوې ۔ ده ووئيل تاسو له د خپلې محكمې نامه روښانه كول دي او شوق او ريښتنې جذبې سره د وګړو د مال او ځان حفاظت كول دي۔ ده ووئيل د كوم بې وزله وګړي مرسته به ستاسو د خوشحالۍ سوب ګرځي۔ تاسو له به دا خبره باوري كول وي چې د بې وزله او بې آسرې خلقو مرسته كول دي۔ ده ووئېل لوئے څښتن د نوكرۍ په شكل كښې تاسو ته يوه غوره موقعه دركړې چې د خلقو مرسته وكړۍ