اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كرونا وائرس په اړه غونډه شوې چې پكښې د كرونا وائرس خپرېدو د موجوده صورتحال مخ نيوي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي و??ير اسد عمر٬ د اقتصادي چارو وفاقي و??ير خسرو بختيار٬ د صنعت او پېداوار وفاقي و??ير حماد اظهر٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي و??ير سېنېټر شبلي فراز٬ ?? خزانې سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد٬ د اطلاعات او خپرونو په اړه خاص مرستيال عاصم سليم باجوه٬ د وزيراعظم د قامي صحت مرستيال ډاكټر ظفرمرزا او نورو لوړو پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كرونا وائرس صورتحال له امله د لاك ډاٶن په م??لي??تي اثراتو غور وكړې شو۔