پېښور 03 جون (اے پي پي) د شمالي وزيرستان په شېواه تحصيل كښې د چت لوېدو په پېښه كښې د مړو ??وو 6 ماشوم??نو كورنيو ته د يو كس په سر د درېو درېو لكه روپو چېكونه وركړې شوي او ژوبل ??وو ته د يو كس په سر د يو لك روپو چېكونه وركولې شي. د شمالي وزيرستان د ځائي انتظاميې يو چارواكي ووئيل تېره ورځ د شېوه په زېرجان كوټ سيمه كښې په ديني مدرسه كښې د قر??ن پاك درس په مهال د چت لوېدو په پېښه كښې 6 ماشومان په حق رسېدلي وو. د دوي كورنيو ته صوبائي وزير اقبال وزير او د شمالي وزيرستان ډپټي كمشنر د كوم تاخير نه غېر چېكونه وركړي.