??اړ??انه 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په ??اړ??انه كښې د احساس اېمرجنسي كېش ډسټريبوشن سنټر دوره كړې ۔ په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم وزيراعظم ورسره ملګرې وه. خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وزيراعظم ته ووئيل د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې په سندھ كښې 60 اربه روپې ويشلے ش??. د سندھ پنځوس لكه كورنيو ته احساس كېش وركولے ش??. د وزيراعظم هدايت له مخې په احساس كېش پروګرام كښې د سندھ برخه د 22 فيصد نه 31 فيصده كړې شوې چې دغسې د دې پروګرام نه هغه ټولې كورنۍ استفاده وكړي كومې چې مستحقې او ضرورت مندې دي. وزيراعظم ته ووئيل شول يوازې په ??اړ??انه كښې به يو لك پنځه اتيا زره كورنۍ د احساس كېش اسانۍ څخه استفاده وكړي. په دې يو لك پنځه اتيا زره كورنيو كښې تر اوسه يو لك پنځلس زره كورنيو سره مرسته شوې. وزيراعظم ته ووئيل شول د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې به يوازې په ??اړ??انه كښې 2.2 اربه روپې مستحقو كورنيو له وركولے شي.