اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د غنمو او اوړو بيعو كښې كمې راوستلو په لړ كښې د پورته شويو ګامونو په اړه د نهې په ورځ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د نیشنل فوډ سیکیورټی وزير سیّد ف??ر امام، د اقتصادی چارو وزير مخدوم خسرو بختیار، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داوَد،د خزانې سيكتر او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ د پنجاب چیف سیکتر ، د سندھ چیف سیکتر او خیبرپښتونخوا چيف سيكتر د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د خزانې صلاحكار ډاكټر حفیظ شیخ د غنمو او اوړو حاجت پوره كولو سر?? سر?? د هغې په بيعه كښې كمي راوستلو په اړه د صوبائی حکومتونو په مشاورت سر?? شوې پريكړو څخه غونډه خبر كړه۔ وزیرِاعظم غونډې ته ووئيل غنم د حاجت له مخې شته والې باروي كولو،غنمو او اوړو بيعه قابو كښې ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د غريبو طبقو خيال ساتلو ته به خاص پام لرنه كو??ې شي دغسې چې هغوي له تحفظ وركړې شي او په هغوي اضافی بوج نه پريوځي۔ وزیرِاعظم د غنمو او اوړو په بيعه كښې کمی راوستلو په اړه صوبائی حکومتونو په مشاورت سر?? شوې پريكړو د خيالاتو څرګندونې سر?? ووئيل په دغه پريكړو دې زر تر زره عمل درآمد باوري كولو له اقدامات وكړې شي۔ دې سر?? سر?? وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د هيواد حاجت ترنظر ساتلو سر?? د اوږدې مودې تګلاره دې هم جوړه كړې شي دغسې چې سباؤن كښې په دې اړه ستونزو سر?? مخ نه شو۔ وزیرِاعظم ټولو صوبائی چیف سیکترانو ته سپارښتنه وكړه چې د غنمو قاچاق او ذخیرہ اندوزۍ په اړه دې زیرو ټالرنس پالیسی باوري ك??ې شي