مظفر آباد 03 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د آزاد کش??ير دوره كړې او په دې موقع ئې د آزاد كش??ير وزيراعظم هاٶس هم دوره كړې۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص سلاحكار معيد يوسف هم د خارجه وزير سره ملګرتيا كوله۔ د آزاد کش??ير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په وزيراعظم هاٶس كښې هر??لے وكړو۔ خارجه وزيرمخدوم شاه محمود قرېشي په دې موقع راجه فاروق حېدر خان سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د مقبوضه کش??ير په صورتحال، د 5 اګست د استحصال ورځې په لائحه عمل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان ټول قام په دې سخت وخت كښې د كش??ير خپلو وروڼو سره كلك ولاړ دې۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د هند د پرله پسې جبر٬ استبداد او فشار باوجود د 5م اګست غير قانوني اقدامات ټولو كشميريان رد كړې دي٬ مظلوم او بې ګناه كشميريانو غږ به د نړۍ په هر فورم پورته كوٶ۔ وزيراعظم راجه فاروق حېدر ووئيل بې ګناه كشميريان د نړۍ د څلورم لوي پوځي طاقت په مړانه مقابله كوي٬ د پاكستان لخوا د كشميريان سره د يوالي او په بې مثاله مظاهرې دوي ته سلام وړاندې كوٶ، پاکستان په ګرده نړۍ كښې د کشميريانو واحد وكيل دے۔ د آزاد کش??ير وزيراعظم ووئيل كشميريانو خپل سباٶن پاكستان سره تړلے دې۔د خارجه وزير د لوړې كچې پلاي د لائن آف كنټرول او آزاد كش??ير د دورې بشپړه هر??لے كوٶ دې څخه د آزاد كش??ير بل اړخ ته مثبت پېغام تللې