اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) صدر ډاکټرعارف علوی د پا??لم??ن شريكې غوندې ته خطاب كښې د كش??ير په مسئله د پاک??تا?? د اصولی او جائزموقف پخلي كولو سره اولس له باور وركړے چې پاک??تا?? به د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې تر خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د کشمیریانو منصفانه هلو ځلو سیاسی، سفارتی او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔ صدر په خپل خطاب كښې په غیر قانونی توګه د هند په قبضه جمو او کشمیر كښې د هند ریاستی جبر او د کشمیری اولس خراب صورتحال په تفصیل سره وړاندې كړو۔ صدرمملکت ووئيل د هند استعماری پالیسیو سره سيمه ايز امن او استحکام خطر سره مخ كيږي۔ هره ورځ په کنټرول لائن شهری آبادی په نښه كړے كيږي او تقریباً ټولو ګاونډيانو سره سرحدی شخړې پيل كول د هند عادت ګرځېدلے۔ صدر د كش??ير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو د وزیراعظم عمران خان او حکومتی هڅې ستائلو سره ووئيل په يو كال كښې درې ځل په دې مسئله په سلامتی کونسل كښې بحث شوے۔په دې لړ كښې د پاک??تا?? نوې سیاسی نقشه زيات اهميت لري۔ د پاک??تا?? نقشه دا حقیقت رامخې ته كوي چې کشمیر د قائدِ اعظم محمد علی جناح د فکر له مخې د پاک??تا?? شه رګ دے۔ دا نقشه د دوه قامي نظریے او د پاک??تا?? د هغه اصولی موَقف توثیق کوي چې له مخې ئې کشمیر د مسلمانانو اکثریتی سيمه چرې هم د هند برخه ??ه شي جوړيدې۔ صدر د ملګرو هيوادونو او په خاص توګه د ترکیې ، ملائیشیا ، آذربائیجان او چین مننه وكړه چا چې مقبوضه کشمیر كښې د هندي ظلمونو غندنه كړې او په کشمیر ئې د پاک??تا?? د اصولی موقف مرسته کړې۔ ده په خص توګه د او آئی سی هم مننه وكړه كوم چې په 5 اګست او دغې نه پس د هند د اړخه ??ورته كړي اقدامات مسترد کړې او د كش??ير په مسئله ئې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل کولو زور راوړے