اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) پاك فضائيه د مصنوعي ذهانت او د كمپيوټنګ سنټر ﴿سېنټېك﴾ پرانسته كولو سره يو بل سنګ مېل غبور كړو. د پرانستې په دستوره كښې د پاك فضائيه مشر ??يئ?? چيف مارشل ??جا??د انور خان خاص مېلمه و. د پاك فضائيه مشر د تختې مخ كتنه كولو سره په باقاعده توګه د سنټر پرانسته وكړه. دستورې ته په خپله وېنا كښې د پاك فضائيه مشر ووئيل چې سېنټېك جوړول د پاك فضائيه په تد??يج?? سفر كښې مهم اقدام دے چې ورسره به د مصنوعي ذهانت په بنياد د تحقيق او د پوځ او سول په كچه د پرمختګ لار هواره شي. ده ووئيل چې په 21مه پېړې كښې د ټېكنالوجې په سبب د جنګ ??ري??ه كار بدل شوے او د سنټر جوړولو مقصد د مصنوعي ذهانت څخه استفاده كول دي او د پاك فضائيه آپرېشنل تيارې مربوط كول دي. په دستوره كښې د پاك فضائيه پخوانو مشرانو او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو.