اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د پاك افغان فرينډ شپ ګروپ د اېګزيکټو کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه ۔ په د?? موقع خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل د پاكستان معيشت ښه كولو لپاره افغانستان سره تجارت د مركزي اهميت وړ ګڼلے شي ځكه چې د پاکستانو مصنوعاتو لويه منډۍ افغانستان دے ٬ په موجودہ حالاتو كښې په پ??ك افغان بارډر د رامخې ته مسئلو حل لپاره پ??ك افغان فرينډشپ ډلې او ټاسك فورس په سنجيدګۍ سره غور كړے او د دوي يو شمېر غونډې شوي٬ په پ??ك افغان پوله تجارت لپاره به رامخې هر ډول خنډان لرې كول وي۔ په د?? موقع د وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد د پاك افغان پولې مسئلو حل لپاره د بريفنګ په مهال ووئيل د پاك افغان پولې دورې مې كړې، هلته اوس هم مسئلې شته او د دې مسئلو حل لپاره حكومت ګامونه پورته كوي۔ په د?? موقع د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل په پوله به هر ډول مسائل ختمول وي٬ ما ته اوس هم طورخم بارډر څخه يو شمېر ګيلې راغلي۔ شاندانه ګلزار ووئيل د ټرېكرز په معامله اوس هم زياتې مسئلې موجود دي٬ ګرد پاكستان كښې ټرېكنګ لپاره يو ټي پي اېل ته دا پراجېكټ ولې ترلاسه شوے۔ خارجه سېكرټري غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل د پاکستان او افغانستان اريكو كښې پاك افغان ټرانزټ ټرېډ د سنګ ميل حېثيت لري په د?? لړ كښې د ټريډ بحالۍ لپاره خاص اقداماتو ته اړتيا ده۔ په د?? موقع سپيكر اسد قېصر ووئيل په د?? لړ كښې مونږ په اكتوبر كښې د يو سېمېنار تابيا كوٶ او په د?? كښې به افغان پارلماني پلاوے هم رابللے شي او په د?? لړ كښې د افغانستان اولسي جرګې چيئرمېن سره هم زما خبرې شوي۔ سپيکر ووئيل د افغان ټرانزټ ټريډ يوه نوي لوظنامه كېدونكې ده٬ په سېمينار كښې به د پاك افغان تجارت پشمول په ټولو اړخونو غور كولے شي۔ ده ووئېل سېمينار كښې به د تجارت، دفاع، خوراك، داخله او د خارجه وزارت پشمول د نورو اړوندو ادارو لوړ پورو ته بلنه وركولې شي۔ دغسې غونډې ګډون كوٶنكو د افغانستان ټرانزټ ټريډ بحالۍ لپاره د سپيكر اسد قېصر د هلو ځلو ستائنه وكړ