اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قې??ر وئيلي دي چ?? د هېواد د پولو دفاع او په هېواد كښې د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاك پوځ چې كوم جرات او بهادرې څرګندونه كړې، د دې مثال نشته، ټول قوم په خپلو وسله والو ځواكونو فخر كوي، د ستمبر 6مه نېټه مونږ ته د كال د 1965 د جنګ د هغو شهيدانو ياد راكوي كومو چې ځان قربانولو سره د هېواد دفاع كړې. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر دا خبرې د پاكستان د دفاع ورځې په موقع پاك پوځ ته پېر??وي??ې وړاندې كولو سره وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاك پوځ چې كومې كاميابې ترلاسه كړې دي ټوله نړۍ ئې اعتراف كوي. ده ووئيل چې د هېواد دفاع په قوي لاسونو كښې ده او د پاك پوځ په موجودګۍ كښې دښمن د پاكستان په پلو په غلط نظر د كتلو جرات هم نه لري. ده ووئيل چې په هېواد كله هم سخت وخت راغلې نو ټول قوم پوځ سره اوګه په اوګه ودرېدلې. ده ووئيل چې په نننۍ ورځ ??ونږ ته د دې لوظ پخلې كول دي چ?? د هېواد دفاع لپاره به د كوم ډول قربانې نه ډډه نه كوو، چې ضرورت وي نو په وطن به خپل ځان قربان كړو. د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم ??ان سوري هم د پاكستان د دفاع ورځې په موقع شهيدانو ته د عقيدت پېر??وي??ې وړاندې كړې دي.