اسلام آباد ۔ 22 ??تم??ر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي وفاق?? حكومت ګلګت بلتستان كښې پرمختيائي منصوبې په ترجيحي بنيادونو بشپړوي۔ ګلګت بلتستان به سباؤن كښې د معا??ي مركز په توګه رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګلګت بلتستان لنډ مهاله وزيراعلی مير افضل سره خبرو كښی وكړه چا چې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې ګلګت بلتستان كښې د امن او روانو منصوبو په حقله خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت ګلګت بلتستان كښې پرمختيائي منصوبې په ترجيحي بنيادونو ترسره كوي۔ ګلګت بلتستان به نزدې سباؤن كښې د پاكستان د معا??ي مركز په توكه رامخې ته شي۔ ده ووئيل د سي پېك ٬ سېلګرۍ او معدنيات په لړ كښې ګلګت بلتستان بلها صلاحيت لري۔ د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ په اړه د وفاق?? حكومت هڅې د ستائنې وړ دي