حافظ آباد 07 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ??ېډ??وارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. ده دا خبرې په حافظ آباد كښې سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ نامتو شخصياتو سره د ملاقات په مهال وكړې كومو چې وزيراعظم سره د خالي په ورځ ملاقات وكړو. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د پنجاب حكومت وياند ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ??ېډ??وارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. وزيراعظم د كورونا وبا په مهال د پنجاب حكومت په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د م??يشت تر ټولو مشكل وخت تېر شوے. د حكومت د حكمت عملې مثبت آغېز شوے، د دې اعتراف په نړيوال?? توګه هم شوے. د وبا نه پس د م??اشي عمل په بحالې خبره ??ولو سره ??زيراعظم ووئيل چې د منطقې په ټولو هېوادونو كښې زمونږ د م??يشت پايه وړومبې چلېدلې. وزيراعظم ووئيل چې د كورونا دوهمه چپه په نظر كښې ساتلو سره ??ونږ ته د احتياط كولو ضرورت دے، سياسي او سماجي مشران دې په دې لړ كښې اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل پوره ??ردار ترسره ??ړي.