سكردو 07 نومبر (اے پی پی) د ك??مير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي چې ن ليګ او پيپلز ګوند د ګلګت بلتستان خلقو ته يوازې دوكه ور??ړې، وزيراعظم عمران خان د ووټ ترلاسه كېدو نه وړاندې د ګلګت بلتستان خلقو ته د دوي آئيني حق ور??ړے، تاسو ته مباركي وايم چې ګلګت بلتستان صوبه نه جوړېږي، بلكې جوړه شوې. تاسو رائې ور??ړئ، ستاسو د 72ب كلونو محرومي به مونږ ختم كړو، وفاقي حكومت ګلګت بلتستان ته د سي پېك خاص اقتصادي زون ور??ړے چې دغسې ځوانان روزګار ترلاسه كړے شي، د مېډيكل كالج او د ان??ين??رنګ پوهنتون منظوري ور??ړې شوې او د روغتون په جوړولو كار پېل شوے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په سكردو كښې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې مسلم ليګ ن او د پيپلز ګوند په خپلو حكومتونو كښې ګلګت بلتستان لپاره هېڅ نه دي كړي، دواړو ګوندونو ستايو رائې په دې لوظ ترلاسه كړې وې ??ې تاسو ته به آئيني حقوق دركړو خو دوي تاسو سره دوكه كړې. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ووټ ترلاسه كېدو نه وړاندې د ګلګت بلتستان خلقو ته د دوي آئيني حق ور??ړے، تاسو ته مباركي وايم چې ګلګت بلتستان صوبه نه جوړېږي، بلكې جوړه شوې. وفاقي وزير ووئيل چې د پي ټي آئي د ك??ركن په توګه خبره كوم، يوازې وزيراعظم عمران خان ستاسو تقدير بدلولې شي او هم هغه ستاسو د امانت حقدار دے.