اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي چې په نړۍ كښې د کرونا وائرس وباء مخنيوي لپاره لس نكاتي پلان د وزيراعظم عمر??ن خان د قائدانه صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے٫عمر??ن خان يواځنې ل??ډر دے څوك چې د كرونا ځپليو هېوادونو لپاره د مساوي واكسين وركولو خبره كوي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز ووئيل بې وسه هېوادونو لپاره 500 اربه ډالره فنډ جوړول٬ د بې وسه هېوادونو د قرضو معافي، د کرپټ سياست مدارو او مجرمانو څخه د لوټ كړې شوي دولت واپسۍ لپاره د وزيراعظم په سپ??نو ټكو څرګندونه په حقيقت كښې د غريب آواز دے۔ ده ووئيل د كرونا وائرس وباء په وړومبۍ چپه كښې د پاكستان ??ام??ابه حكمت عملي نن نړۍ لپاره د تقليد سبب ده