اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د لوړو زده كړو، تحقيق او د پرمختګ موقعې پېدا كولو لپاره د برټس هائي كمشنر كونسل او د پاكستان د لوړو زده كړو د كميسون شركت د ستائنې وړ دے، ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه ده او دوي ته معياري تع??يم وركول او تر لوړو زده كړو رسنه ضروري د??، اوسني حكومت د ځوانانو پرمختګ لپاره د نالج اكانومي له مخې د 160 مليونه بجټ بېل كړے. ده دا خبرې د نهې په ورځ د برتانيې د اېجوكېشن ګېټ وے ورچوئل كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل اوسنے حكومت تع??يم يافته افرادي قوت پېدا كولو سره په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستان تشخص ښه كولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل د برټش كونسل لخوا تكنيكي، وظيفه اي تع??يم او په نورو تع??يمي څانګو كښې مرسته د ستائنې وړ ده، د برټس كونسل پاكستان لخوا د ګرېټ اېوارډ او سټم سكيم اجرا هم د ستائنې وړ ده. ده ووئيل د پاكستان حكومت د تع??يم په څانګه كښې د برتانيې لخوا كېدونكې مرستې ته د قدر په سترګه ګوري. ده ووئيل د پاكستان او برتانيې د پوهن??ون??نو ترمېنځه په تحقيقي څانګو كښې د روابطو اضافه خوشبينه ده. د سائنس او تحقيق په څانګو كښې د شركت د لارې مونږ خپلې ستونزې حل كولې شوو او نړۍ بهتره كولې شو. ده باور وركړو چې د تع??يم څانګې پرمختګ لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي