طورخم 01 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې طورخم پوله د پاكستان معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ بارډر مېنجمنټ سسټم به ښه كولې شي۔ د سامان كليئرنس له ??ه هم نوے نظام راوړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د طورخم پولې دورې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل په بارډر مېنجمنټ سسټم كښې به جدت د نړيوال معيار له مخې كوؤ۔ د طورخم د لارې مونږ تر مينځنۍ آسيا رسېدې شؤ۔ د حكومت اقداماتو سره به د مسافرو تګ راتګ او د سامان كليئرنس لا آسان شي او دې لاره كښې پېښې ټولې ستونزې به لرې كړې شي۔ هغه ووئيل افغانستان له ??ه هم د خپلو وګړو سفر او د كنټېنرز آسانيو له په ترجيحي بنيادونو ګ??مونه پورته كول وي۔ هغه ووئيل د وزيراعظ?? عمران خان د وژن له مخې په طورخم پوله ??مپورټ اېكسپورټ لپاره غوره او نوے نظام رامخے ته كوؤ۔