اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) پاك بحريه په بحيره ??رب كښې د اوبو د لاندې څخه د اېنټي شپ مېزائلز او د تارپېډوز فائرنګ كاميابه مظاهره كړې. د پاك بحريه آبدوزونو كاميابې سره خپل اهداف په ??ښه كړل. د پاك بحريه وياند له مخې اميرالبحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي د مېزائلز او تارپېډوز د فائرنګ مشاهده وكړه. د مېزائلز او تارپېډوز د فائرنګ پياوړې مظاهره د پاك بحريه د آپرېشنل صلاحيتونو او د حربي تي??رې څرګند ثبوت دے. اميرالبحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي د پاك بحريه په آپرېشنل تي??رې د مكمل اطمينان څرګندونه وكړه. ده ووئيل پاك بحريه د هېواد د سمندري پولو په ضد د هر ډول جارحيت د ځواب وركولو مكمل صلاحيت لري او د پاك بحريه ځوانان او افسران د هېواد د سمندري پولو او د بحري اثاثو تحفظ لپاره هر وخت چمتو ولاړ دي.