اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د قابض اسرائيلي ځواكونو لخوا په مسجد اقصٰی د تشدد په بريدونو اندېښنه ښودلو سره وئيلي دي چې د اسرائيل ??قد??مات د بشري حقونو، د نړيوالو قوانينو او د انساني ??قد??رو په ضد دي، پاكستان د فلسط??ني??نو په ضد د اسرائيل د تشدد او غېر قانوني ??قد??ماتو سخته غندنه كوي، د فلسطين حقونو لپاره د نړيوالې ټولنې فعاله كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د فلسطين صدر محمود عباس په ن??م په خپل خط ??ښې كړې دي. صدر مملكت د رمضان په مهال د قابض اسرائيلي ځواكونو لخوا په مسجد اقصٰی په متشدد بريدونو اندېښنه وښودله. صدر مملكت په بريدونو كښې شهيدانو لپاره د افسوس څرګندونه وكړه. ده په خط ??ښې ليكلي دي چې د معصوم ماشومانو او فلسط??ني??نو په قتل كېدو ستاسو پاكستاني وروڼه ستاسو په غم كښې برابر شريك دي. پاكستان د فلسط??ني??نو په ضد د اسرائيل د تشدد او غېر قانوني ??قد??ماتو سخته غندنه كوي. ده ووئيل چې د اسرائيل ??قد??مات د بشري حقونو، نړيوالو قوانينو او د انساني ??قد??رو په ضد دي، مونږ به د فلسط??ني??نو حقونو لپاره غږ پورته كوو. صدر مملكت ووئيل چې د فلسطين حقونو لپاره د نړيوالې ټولنې فعاله كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو، پاكستان به د فلسطين مسئلې منصفانه حل لپاره خپل غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي. ده ووئيل چې پاكستان د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د يو آزاد، پائيدار او په جفرافيائي توګه د متصل فلسطيني رياست ملاتړ كوي. پاكستان د كال 1967م نه وړاندې پولې او لقدس شريف د فلسطين د پايه تخت په توګه ملاتړ كوي. صدر مملكت په خط ??ښې د فلسطين صدر او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې.