اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د بشپړه او تل پاتې ن??و لړۍ روانه ساتل د اوسني حكومت ترجيحاتو كښې شامل دي۔پاكستان په اولني ځل په 10 مياشتو كښې د 4 ټریلین نه د زياتو روپو ریونیو ترلاسه كولو كښې كامياب شوے۔ د كال 1960 لسيزې ن?? وروسته په اولني ځل كوم حكومت معيشت لپاره بشپړه او تل پاتے روډ مېپ جوړ كړ?? دے۔ د راروان كال په مهال به د 5800 ار??ه روپو محصولات جمع كولو هڅه كولې شي۔ د اتوار په ورځ د انسټی ټیوټ فار پالیسی ریفارمز آن لائن ترسېوري لاندې د نوي مالي كال بجټ سره اړوند وېبنار ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل د تېر حكومت ختمېدو په وخت د پاكستان كرنټ اكاؤنټ خساره نزدې 20 ار??ه ډالره وه۔ ګرځنده قرضې آسمان سره خبرې كولې۔ او دا پرله پسې زياتېدله۔ نوې حكومت راغلو نو ملګرو هېوادونو د پاكستان مرسته وكړه ولې هغه كافي نه وه۔ په داسې حالاتو كښې پاكستان آئي اېم اېف ته رجوع وكړه۔ هغه ووئيل کووډ۔19 وبا سره صورتحال لا مشكل شو او دې سره د نمو عمل وځپلې شو۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت د كورونا ځپلي معيشت بحالۍ او نمو له د 1240 ار??ه نه د زياتو روپو مالياتي پېكج وركړو۔ وزیراعظم عمران خان د تعميرات صنعت له هم خصوصي پېكج وركړو۔ د دې په نتيجه كښې هېواد كښې معاشي هلې ځلې تندې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت ګامونو سره معيشت بحال كېږي۔ برآمدات سوا كېږي۔ د سمندر پورې پاكستاني وګړو په ترسيلات زر كښې ريكارډ اضافه شوې۔ پاكستان په اولني ځل 10 مياشتو كښې د 4 ټريلين نه د زياتو روپو ريونيو ترلاسه كولو كښې كامياب شوے۔ د كال 1960 لسيزې ن?? وروسته په اولني ځل كوم حكومت معيشت لپاره بشپړه او تل پاتے روډ مېپ جوړ كړ?? دے۔ د راروان كال په مهال به د 5800 ار??ه روپو محصولات جمع كولو هڅه كولې شي۔ دا ډول پرمختګ او نمو لپاره به د راروان مالي كال بجټ كښې د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام حجم تر 900 ار??ه روپو زياتولې شي۔ هغه ووئيل كركيله يوه بله څا??ګه ده كومې ته چې حكومت خپل خاص پام ګرځولے دے۔ حكومت د دې څانګې ن??و او پرمختګ له يو متحرك او فعاله منصوبه جوړه كړ?? ده چې له مخې به ئې د كركيلې پېداوار او اصلاحاتو ته پام ګرځولے شي۔ دې څانګې ته به مراعات وركولې شي۔ د خزانې وزير ووئيل د برېښنا او توان څا??ګه كښې هم استحكام ر??وس??لے شي۔ هغه ووئيل دا يوه لويه مسئله ده۔ دا مهال ګرځنده قرضه نزدې 2.3 ټریلین روپۍ ده۔ دې كښې به په مزه مزه كمې كولې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم اولس سره لوظ كړ?? چې نزدې وختونو كښې به دبرېښنا قيمت زياتولې ن?? شي۔ ولې چې اولس وړاندې ن?? ګرانه برېښنا اخلي۔ د خزانې وزير ووئيل نېغ په نېغه سرمايه كارۍ او په خاص توګه برآمدي څا??ګه كښې اېف ډي آئي به زياتول وي۔ د بشري وسائلو پرمختګ ته هم پام كولے شي۔ وزیراعظم عمران خان په دې څا??ګه كښې 4 چنده اضافه كول غواړي۔ مالياتي څا??ګه هم په حكومتي ترجيحاتو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل دا مهال پاكستان كښې د بېنكنګ څانګې برخه 33 فيصد ده او دا 16 نه تر 17 فیصده مرسته كوي۔ د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابله كښې دا ډېره كمه ده۔ دې كښې بايد اضافه وكړې شي۔ د ډیپازټس اوقرضونو شرح كښې هم فرق دے۔ هغه ووئيل حكومت به پراجېكټ او بنيادي اډانې ته هم پام كوي۔