اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د هېواد په ګټه او قامي وقار مقدم ساتلو سره امريكې ته د اډو وركولو نه انكار كړے خو د زرداري فرزند سره د خپلې سي وي امريكې ته روانېږي، د آزاد كشمير خلقو د انتخابي كمپائن پېل كېدو سره د تحريك انصاف په حق كښې پرېكړې اورولې، عمران خان په غوره ډول د كشمير مقدمه وړاندې كړې او د كشميريانو سفير جوړ شوے. د شورو په ورځ د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو په وېنا په خپل غبرګون كښې د مواصلات وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د كشمير مسئله ??ه بشپړه توګه په ډاګه كړې، كشميريانو ته معلومه ده چې د دوي حقيقي ترجمان څوك دے. ده ووئيل فرزند زرداري د پرچې راغستلو سره آزاد كشمير ته لاړو خو د ګلګت بلتستان پشان په آزاد كشمير كښې به هم ماتې د دوي مقدر جوړېږي. ده ووئيل دوي به ?? درغلې ژړاګانې كوي ځكه چې دوي ته ماتې څرګنده په نظر ښكاري . د دوي كانې د دوي د ماتې سبب جوړېږي. ده ووئيل په تهر كښې ماشومان د لوږې مري او د رڼاګانو ښار په ډېران بدل كړے شوے، په دې به ??ولس تاسو ونه بخښي. مراد سعيد ووئيل فرزند زرداري دې اووائي چې د راجيو ګاندهي په راتګ د كشمير بورډز ولې لرې كړے شول. مودي كور ته رابلونكي، د ډو مور په وړاندې سر ټېټوونكي او جندال ته د وېزې نه بغېر د مري سېل وركوونكي د كشميريانو مقدمه نه شي مخ په ژړاندې بوتللې. ده ووئيل ان شاء اللہ مونږ به په كشميړ كښې اكثريت ترلاسه كولو سره بريا ترلاسه كوو. ده ووئيل سبا نه بله ورځ به ??ونډو ته وېنا كوم، د جمعې په ورځ به يوې ، د خالي او ا??وا?? په ورځ به ??وو دوو غونډو ته وېنا كوم.