لاهور 31 جولائي (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د سن??ھ حكومت لخوا د لاك ډاؤن په اړه اقدامات به معيشت لپاره د زيان وړ وګرځي٬صوبائي حكوم??ون?? انفرادي پريكړې نه شي كولې٬دوي ته به د وفاقي حكومت په ګائيډ لائنز او د اېن سي او سي په په حكمت عملۍ عمل كول ??ي٬مونږ د كورونا وائرس د وړومبو دريو چپو په كاميابۍ سره مقابله كړې كله چې زمونږ حكمت عملي كاميابۍ سره مخ كېږي نو دا نشي بدلولې كېدې٬سندھ د پاكستان د معيشت شه رګ دے۔كله چې معيشت پرمختګ كوي په داسې وخت كښې د لاك ډاؤن خبرې مناسب نه دي۔د خالي په ورځ د سن??ھ حكومت لخوا د لاك ډاؤن نفاذ په اړه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په دې كښې شك نشته چې په پاكستان كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره مخ په زياتېدو دے۔له بده مرغه د نريندر مودي حكومت د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره اقدامات ونه كړل او د دې په وجه هند په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس د څلورمې چپې ذريعه جوړ شو۔وفاقي وزير ووئيل چې په او??ني صورتحال كښې د سن??ھ حكومت د پريكړو په نتيجه كښې اندېښنې رامخې ته شوې دي٬كه د سن??ھ حكومت د اېن سي او سي او د وفاقي حكومت د هداياتو په ضد صنع??ون?? بند كړي نو دې سره به د پاكستان معي??ت ته ډېر زيان ورسي۔ده ووئيل چې د سن??ھ حكومت دې په ويكسي نېشن زور راوړي په كومو صنع??ون?? چې 100 فيصده ويكسي نېشن شوې بايد هغه پرانستې وي۔ده ووئيل چې د سن??ھ حكومت چې په كوم ډول بندېزونه لګوي د دې په نتيجه كښې به د سندھ د عام وګړي كشالۍ زياتې شي