اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي وزيرا??ظم عمران خان په 5 اګست 2019 د هند غېر قانوني او يو اړ??يزه اقدام نه پس په ټوله نړۍ كښې د هند تش په نامه سيكولر او جمهوري مخ بې نقابه كړے۔د كشمير استحصال ورځ لمانځلو مقصد نړۍ له دا باور وركول دي چې هغوي د هند د اړ??ه د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو په اقدام خاموشه پاتې نه شي۔د لائن آف كنټرول دې پلو د 6 اګست څخه به كشميري ځوانان د خپلو صلاحيتونو څرګندونې لپاره كشمير پريميئر ليګ كولې شي۔دې پلو په امن ناكه او سپيځلي ډول اقتدار په ښه ډول منتقل شوے دغسې بل پلو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي۔د دې خيالاتو څرګند??نه ده د زيارت په ورځ د كشمير استحصال ورځې په حقله د پارليمان په لان كښې د نوموړي حريت لارښود اشرف صحرائي په نامه د بوټي نالولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل 732 ورځې شوي چې كشميريان د ظلم سره مخ دي٬دوه كاله وشو چې كشميريان په محاصره كښې دي٬اشرف صحرائي د كورو??ا وائرس وبا په مهال په زندان كشې شهيد شوے۔ده ووئيل نړۍ د كورو??ا وائرس وبا په مهال وګړو له آسانۍ وركوي۔د هند په غېر قانوني تسلط كښې مقبوضه جمو كشمير كښې 72 زره كشميريان په وينټي ليټر دي٬څلور زره كسانو لپاره يو ډاكټر دے۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې ډله ايز قبر??نه موندلې شوي۔په كشميريانو په روان ظلم نړۍ خاموشه ده۔ده ووئيل په آزاد كشمير كښې ټولو سياسي ګوندونو ټاكنو كښې برخه اخستې٬ د كشمير پريميئر ليګ نا??ام?? كولو هڅې شوي۔ده ووئيل وزيرا??ظم عمران خان د 5 اګست 2019 د هند غېر قانوني او يو اړ??يزه اقدام نه پس په ټوله نړۍ كښې د هند تش په نامه سيكولر او جمهوري مخ بې نقابه كړے۔