اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په خېبر پختونخوا صوبه كښې د ترهګریز برید کلکه غندنه كړې او د اغېزمنو کورنیو او د پاکستان حک??مت سره خواخوږي ښكاره كولو سره ئې په پېښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سلامتي كونسل لخوا خارجه دفتر ته ترلاسه شوي بيان كښې ترهګريز بريد كښې د 9 چینائي او 3 پاكستاني وګړو ?? حق رسېدو او د نورو ژوبل كېدو پېښې غندنه ??و په دې د افسوس څرګندونه ??وې ده۔ سلامتي كونسل د ترهګرۍ پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي د سلامتي كونسل غړي هر ډول ترهګري د نړۍ امن له خطر ګڼي۔ په ترهګرۍ كښې د ككړو مجرمانو مرسته كوؤنكي به انصاف سره مخ كولې شي۔ سلامتي كونسل په دې خبره زور راوړو چې د نړيوال قانون او د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې مجاز چارواكي بايد په دې لړ كښې پاكستان او چين سره بشپړه مرسته وكړي او د دې خبرې دې پخلې وكړي چې ترهګري يو مجرمانه فعل دے كوم چې هېڅ جواز نه لري۔ بيان كښی ووئيلې شؤ چې ترهګري كومې جذبې او مقصد لپاره هم د قبلولو وړ نه ??ه۔ سلامتي كونسل په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغه دې نړيوال امن او سلامتيا له د خطر سبب جوړېدونكو كارروائيو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي