اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي الېكټرانك ووټنګ مشين په ??اكنو كښې د سپېځلتيا راوستو سرچينه ده۔ كه حكومت او اپوزيشن صلاح شول نو راتلونكې ټول ټاكنې په اي وي اېم كېدې شي۔ د اي وي اېم په ??ارولو به ټاكنو كښې د درغلې امكانات كم شي۔ د ټولټاكنو نتيجې به په سمدستي توګه ترلاسه وي۔ دې كښې به د الېكټرانك ټرېل سره سره پېپر ټرائل هم موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ډيجيټل ميډيا ونګ سره مركه كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په الېكټرانك ووټنګ مشين مونږ زور ځكه ر??وړؤ چې دا انټرنېټ سره منسلك نه دے۔ دا مشين د موجوده پېپر بېسډ نظام نه يو قدم وړاندې دے۔ دې كښې به د الېكټرانك ټرېل سره سره پېپر ټرائل هم موجود وي۔ هغه ووئيل په عامه توګه ټاكنې 5 بجې ماښام ختمېږي او مونږ تر سهار د نتيجو په انتظار يوو ٬ د دې په ??قابل كښې د الېكټرانك مشينونو سره به د ټولټاكنو نتيجه فوري ترلاسه كېږي او د درغلې امكان به هم كم وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل آزاد كشمير كښې حكومت د ن ليګ ؤ۔ د آزاد كشمير وزيراعظم د ن ليګ ؤ۔ د الېكشن كمېشن سينئر ممبر هم د آزاد كشمير د وزيراعظم سانډو ؤ۔ كله چې ن ليګ م??تې وخوړه نو هغوي ووئيل درغلي شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل داسې به كومه لار خپلول وي چې ورسره د دوي تورونه لرې كړے شي۔ هغوي چې ټاكنو كښې م??تې وخوري وائي ټګي شوې او چې كله بريا ترلاسه كړي نو وائي ټاكنې سمې شوي۔ په دې لړ كښې به يوه تګلاره وضعه كول وي چې ورسره د ټاكننو سپېځلتيا ته څوك ګوته ونه نيسي۔ چوهدري فواد حسین ووئیل د وزیراعظم او پي ټي آئي دریځ دا دے چې په ??اكنو كښې سپېځلتيا له دې د ټېكنالوجۍ په ??وري حركت وكړے شي۔ د ټېکنالوجۍ كارولو سره به ټول ټاكنو كښې د فرسټ ورلډ په ډول سپېځلتيا رامخې ته شي۔ په ??ول ټاكنو كښې د اي وي اېم كارولو لپاره د الېكشن كمېشن ش??طو??و په اړه خپلو خبرو كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل الېكشن كمېشن 36 ش??طو??ه وړاندې كړي ٬ كه كوم مشين دا ش??طو??ه تر سره كوي نو ټاكنو كښی به كارولے شي۔ هغه ووئيل مونږ چې كومه ټېكنالوجي راوړې هغه د الېكشن كمېشن ټول ش??طو??ه تر سره كوي۔ د همكارانو د تحفظاتو په اړه وفاقي وزير ووئيل په ??مكارانو كښې الېكشن كمېشن او اپوزيشن ګوندونه شامل دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن دې اول دا مشينونه اوويني بيا دې خپله پرېكړه وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښېې وفاقي وزير ووئيل دا مهال 5 كمپنۍ اي وي اېم جوړوي كومې چې د الېكشن كمېشن ش??طو??ه پوره كوي۔ اوس د قيمت تعينولو معامله ده۔ د ټېكنالوجۍ په ??ړ كښې كومه ستونزه نه لرو ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په دې لړ كښې د قانوني ش??طو??و دوه برخې دي۔ يوه برخه الېكشن كمېشن ته د اختيار وركولو ده۔ قامي اسمبلۍ څخه په دې حقله بل منظور شوے كوم چې اوس سېنېټ سره دے۔ د سېنېټ دوه كمېټۍ په دې كار كوي۔ كه په سېنېټ كښې نور بدلونو??ه رامخې ته شول نو دا به يو وارې بيا قامي اسمبلۍ ته ر??ځي او په دې به قامي اسمبلۍ كښې بيا ووټنګ كېږي۔ هغه ووئيل كه حكومت او اپوزيشن صلاح شول نو راتلونكې ټول ټاكنې په اي وي اېم كېدې شي۔ هغه ووئيل كه حكومت او اپوزيشن اتفاق وكړو نو په دې به ډېر زر عملدآمد وكړے شي۔ د راتلونكو ټاكنو په اي وي اېم د كولو په اړه د يو پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د راتلونكو ټاكنو په اي وي اېم كولو په ??ړ كښې كومې ستونزو نه لرؤ۔ د ټېكنالوجۍ په حقله كار بشپړ شوے۔ مونږ له به مشينان كارول وي۔ كه د اپوزيشن او حكومت تر مينځه صلاح يوه شوه نو د دې په سبا د اي وي اېم مشينونو اختسل پېل كيدې شي او د دې د لاری راروانې ټاكنې هم كېدې شي۔