اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف ع??وي د 1.2 اربه روپو جعلي انوائس سكېنډل كښې د اېف بي آر ??واستونه رد كړي دي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اېف بي آر ??و موټو كېسونو كښې د وفاقي ټېكس محتسب د پرېكړې په ضد صدر ته اپيل كړې ؤ۔ په سكېنډل كښې د اېف بي آر چارواكو دروغژنو دعوېدارو ته جزوي يا په بشپړه توګه سېلز ټېكس ريفنډ ادا كړې ؤ او د اېف بي آر ډائرېكټورېټ جنرل آف انټېلېجنس دا جعلسازي په ډاګه كړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې فیلډ فارمېشن ته د ریډ الرټ جاري كېدو باوجود د ككړو چارواكو په ضد كومه ك??رر??ائي عملې كړې شوې نه وه۔ وفاقی ټېكس محتسب په پېښه سو موټو نوټس اخستو سره د ذمه وارو د تعين كولو او د تاديبي ك??رر??ايۍ پېل كولو هدايات جاري كړې وو۔ اېف بی آر ?? صدر د احكاماتو او د وفاقي ټېكس محتسب په سپارښتنو د 130 جعلی ریفنډ کېسز ترسره كولو له 6 انکوائری کمېټۍ جوړې كړې۔ انكوائري كمېټيو له د ذمه وارو تعين كولو سره د چارج شيټ مسوده په 30 ورځو كښې وړاندې ??ول وو۔ صدر د اېف بي آر ??پيلونه مسترد كولو سره د عملدرآمد مياشتنيز رپورټ وفاقي محتسب ته د وړاندې ??ولو امر وكړو۔ صدر عارف ع??وي تورنو ته د خبرو كولو حق وركولو او د انصاف تقاضې ترسره كولو هدايت هم وكړو۔