اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ملګرو م??تونو ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا په اړه وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا ډېر په جرات او استدلال سره نړۍ ته آئينه ښودلې. د خالي په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د عمومي ??سمبلۍ 76مې غونډې په موقع د وزيراعظم عمران خان غبرګون وركولو سره په خپل بيان كښې ووئيل چې وزيراعظم په نړۍ كښې زياتېدونكې د معاشي او سماجي بې قرارې اسباب په ډاګه كړي دي. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ملګرو م??تونو كښې د افغانستان مسئله په سمه ډول نړۍ ته وړاندې كړې ده. وزيراعظم عمران خان ډېر په جرات سره دا هم وئيلي دي چې څڼګه سپر طاقتونو په افغانستان كښې لوبه وكړه. وزيراعظم د افغان مجاهدينو رامېنځ ته كېدو او د طالبانو اقتدار ته تر راتګ داستان نړۍ ته اورولې. وزيراعظم عمران خان نړۍ ته باور وركړے چې نن په افغانستان كښې د حالاتو ذمه و??ر پاكستان نه دے بلكې امريكا او نور هېوادونه دي. ده ټولې نړۍ ته وئيلي دي چې د امريكې او اتحادي ځواكونو د ملګرتيا مونږ لوي قيمت ادا كړے. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم نړۍ ته ووئيل چې څنګه امريكې پاكستان يوازې ترهګرې ته پرېښودو. په اوسنيو حالاتو كښې افغانان د يوازې نه پرېښودو خواست د وزيراعظم عمران خان د انسان دوستې د پالېسې عكاسي كوي. وزيراعظم يو ځل بيا نړۍ ته د مودي د هندوستان فاشسټ څېره هم ښودلې. شېخ رشيد هيله څرګنده كړه چې نړۍ به د وزيراعظم عمران خان د وېنا نه لارښودنه كولو سره سمې پالېسې جوړې كړي