اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) حكومت د كروندګرو ستونزې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو پرېكړه كړې، په پاكستان سېټيزن پورټل كروندګرو لپاره خاص ګېټېګري الاټ شوې، كروندګر خپلې مسئلې نېغ په نېغه په سېټيزن پورټل درج كولې شي. د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا په دې لړ كښې په جاري شويو ه??اي??تو كښې د كروندګرو مسئلې حل كولو لپاره صوبائي حكومتونو ته خاص احكامات جاري شوي دي. د وزيراعظم عمران خان لخوا په جاري شويو ه??اي??تو كښې وئيلي شويدي چې سركاري افسران دې د كروندګرو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي. په دې لړ كښې د وزيراعظم ډېليوري يونټ ټولو صوبائي حكومتونو ته مراسله جاري كړې ده. كروندګر به اوس ??ېغ په نېغه په سېټيزن پورټل خپلې مسئلې درج كړې شي. د وزيراعظم دفتر وئيلي دي چې خپلو مسئلې حل كولو لپاره اوس ??روندګرو ته د سركاري دفتر د چكر لګولو ضرورت نشته. د وزيراعظم دفتر ه??اي?? كړے چې ټول چيف سېكرتران دې د كروندګرو د مسئلو حل په اړه د افسرانو د كاركردګۍ رپورټ مرتب كړي. په مراسله كښې په ټولو صوبو كښې كروندګرو لپاره 123 سركاري افسرانو ته ذمه وارې ورپغاړه كړې شوې دي. په خېبر پښتو??خو?? كښې 43 او په پنجاب كښې 57 افسرانو ته ذمه وارې وركړې شوې دي. په بلوچستان كښې 12، په سندھ كښې 4، په وفاق كښې4 ، په آزاد كشمير كښې 2 او په ګلګت بل??ست??ن كښې يو سركاري افسر ته دا ذمه وارې وركړې شوې دي. د وزيراعظم دفتر ه??اي?? كړے چې په ټول هېواد كښې دې په دې لړ كښې د كروندګرو خبرتيا لپاره په ضلعي كچه خاص كمپائن هم وچلولې شي