اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود سره په افغانستان كښې د سينئر شهري استازي سفير اسټیفانو پونټیکورو په مشرۍ كښې د ناټو پلاوي د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند ل?? مخې خارجه سېكرټري پلاوې د منطقې د تازه صورتحال په اړه د پاكستان د نظر څخه خ??ر كړو او د سوله ايز او مستحكم افغانستان په اهميت يې زور راوړو۔خارجه سېكرټري د افغانستان څخه د سفارتخانو ??و د نړيوالو ادارو د سفارتي عملې په وتلو كښې د پاكستان كردار هم په ډاګه كړو۔خارجه سېكرټري نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغوي په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي له او په لويه پېمانه د كډوالو مخ نيوي لپاره افغانستان سره مثبتې رابطې جاري وساتي۔سفير پونټيكورو د افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو د وتلو په هڅو كښې د ناټو اتحاديانو ??ره په مرسته كولو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔وياند ووئيل پاكستان ناټو سره خپلو اړ??كو ته د قدر په سترګه ګوري