اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قر??شي د لوړې كچې يو پلاوي سره د افغانستان په يوه و??ځنۍ دوره كابل ته و??سېد۔ په كابل ايئرپورټ د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي ٬ په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان او د افغانستان خارجه و??ارت سينئر چارواكو خارجه وزير ته هركلې ووې۔ افغانستان لپاره د وزيراعظم خصوصي استازې محمد صادق ٬ خارجه ??ېكتر سهېل محمود ٬ كامرس سېكتر صالح احمد فاروقي ٬ د پي آئي اے چيئرمېن ايئر مارشل (ر) ارشد ملك ٬ د نادرا چيئرمېن طارق ملك ٬ د كسټمز ٬ اېف بي آر او د خارجه و??ارت نور اعلی چارواكي هم خارجه وزير سره دي۔ خارجه وزير به د خپلې يوه و??ځنۍ دورې په مهال د افغانستان عبوري وزيراعظم ملا حسن آخوند ٬ خارجه وزير امير خان متقي او نورو مشرانو سره ملاقاتونو كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو ٬ د شريكې خوښې په څانګو او په خاص توګه په تجارت كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له په اړوندو چارو غور كولې شي۔ خارجه وزير به افغان مشرانو سره ملاقاتونه كوي او هغوي به افغانستان كښی امن په ځائې كولو او د سباؤن تګلارې په اړه د پاكستان د نكته نظر نه خبروي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې خارجه و??ري مخدوم شاه محمود قر??شي ووئيل د افغانستان د يو نزدې ورور ګاونډي هېواد په حېث به پاكستان امن او استحكام لپاره خپلې بشپړې هڅې كاروي۔ پاكستان افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت لا آسانولو له بارډر كراسنګ پوائنټس سوا كړي دي۔ شاہ محمود قر??شی ووئيل پاكستان د “کووډ پروټوکول” لمخې د افغان وروڼو تلو راتلو او سفري آسانيو له نو?? وېزه ريجيم معارفي كړې۔ هغه ووئيل مونږ افغانستان سره تجارت ته و??ه و??كولو او د كارګو په اوړلو راوړولو كښې آسانۍ رامخې ته كولو له هم هڅې كوؤ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د خېرسګالۍ جذبې لمخې په دې ورستيو كښې د خوراك څښاك او داروګانو په شكل كښې بشري مرسته افغانستان ته ولېږله۔ د خارجه وزير د كابل دورې مقصد په معاشي بحران قابو موندلو له د افغانستان اولس ملاتړ كول او دوه اړخيزه تجارت ته و??ه و??كولو له په اقتصادي او اولسي كچه مرسته زياتول دي۔