پېښور ۔31اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر وئيلي دي چې موجوده حکومت ته ډير بحرانونه په ميراث كښې پاتې و?? د کومو چې ئې پوره عزم سره مقابله کړې او اوس د عمران خان په مشرۍ کښې هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په لاره روان دے٬ په افغانستان کښې تلپاتي ا??ن لپاره د پاکستان حکومت مهم رول لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه يوې اولسي غونډې ته خطاب كښې و??ړه۔ هغه ووئيل په تېرو70 کلونو کښې په صوابۍ کښې دومره پرمختیايي کارونه نه دي شوي څومره چې د عمران خان په مشرۍ كښې په موجوده حکومت کښې شوي دي. هغه ووئيل هېواد د عمران خان په مشرۍ كښې د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے دے۔ هغه ووئيل د ميانوالي چكدره چترال موټروے بشپړ كېدو سره به د صوبې تقدير بدل شي۔ هغه ووئيل د س?? پېك منصوبو ترسره كېدو سره به معاشي هلې ځلې زياتې شي او اولس ته به د روزګار موقعې ترلاسه شي