اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره په تندۍ سره راوانولو لپاره د لوستو مېرمنو شمېره زياتولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي حكومت د مېرمنو ??عل??م سره سره دوي هنرمندې جوړولو ته هم پام لرنه كوي دغسې چې د دوي مالي شموليت باوري كړے شي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د لېنګ لېنډز سكول اېنډ كالج چترال پ??نس??ل كېري شوفيلډ په مشرۍ كښې د انجونو زده كوٶنكو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئيل هېواد ته د زياتو لوستو مېرمنو ضرورت دے دغسې چې دوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل مېرمنو له د كامياب جوان پروګرام د لارې په آسانو شرائطو او ضوابطو كاروباري قرض وركولو سره دوي په مالياتي توګه اختيارمندې كولو لپاره اقدامات كوٶ دغسې چې دوي خپ?? كاروبار پېل كړے شي۔ صدر د ??عل??م په مېدان كښې د لېنګ لېنډز سكول اېنډ كالج د كردار ستائنه وكړه كوم چې د ميډيكل او انجينئرنګ په څانګو كښې يو شمېر پوهان او پروفېشنلز پېدا كړي۔ ده د كالج انتظاميې په خاص توګه د پ??نس??لې اغلې كېري شوفيلډ د هلو ځلو او خدمات هم ستائنه وكړه څوك چې د چترال اولس ??عل??مي معيار لوړولو او معياري ??عل??م لپاره په تېزۍ سره كار كوي