لاهور 27 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې مر??م صفدر دې په ??پل?? آډيو د قوم نه بخښنه وغواړي، ټولو ته معلومه ده چې ن ليګ به په خپل دور كښې څنګه د مېډيا سا بندوله، ډېر زر به په پېټروليم اولس ته ريليف وركړے شي، په عدالتي اصلاحاتو حكومت كار كوي، زمونږ ځو??نا?? زمونږ اثاثه ده، د كامياب ځوان پروګرام له مخې مو 25 زره ځو??نا??و ته كاروبار لپاره 30 اربه روپې وركړې دي. ده دا خبرې كلن بزنس اېنډ كامرس كانفرنس ته په ??پل?? وېنا او مېډيا سره په ??پل?? خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د اوسني حكومت د مثبت پالېسو په نتيجه كښې د پاكستاني مصنوعاتو مجموعي برآمدات د 25 اربه ډالرو نه زيات شوي دي، د آئي ټي برآمدات تېر كال د 2 اربه ډالرو وو كوم به چې سږ كال د 3 اربه ډالرو نه زيات شي. ده ووئيل چې د احساس پروګرام له مخې د تېرو دوه نيمو كلونو په مهال يو نيم لك مستحق زده كوونكو ته سكالرشپ وركړې شوي دي، سږ كال به 50 زره زده كوونكو ته سكالرشپس وركولې شي. ده ووئيل چې مونږ د 22 كروړه آبادې هېواد لرو چې پكښې 60 فيصده آبادي د ځو??نا??و ده، دا ځو??نا?? زمونږ د هېواد اثاثه ده، په دوي مونږ ته سرمايه كاري كول دي. ده ووئيل چې مونږ ته به خپل معيشت قوي كول وي ځكه چې زمونږ چېلنجونه ډېر لوي دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مر??م صفدر دې په ??پل?? آډيو د قوم نه بخښنه وغواړي، ټولو ته معلومه ده چې ن ليګ به په خپل دور كښې څنګه د مېډيا سا بندوله.