اسلام آباد 30 نومبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د رئیل اسټیټ په څانګه كښې ښه والې له د لینډ ریکارډ ډیجیټلائزیشن كولو ته اړتيا ده، د وزیراعظم عمران خان تعمیراتی پیکیج سره به صنعتی څانګې ته وده ترلاسه شي، د روزګار موقعې به راپيدا شي او معیشت به مستحکم شي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاکستان امټرنېشنل پراپرټی نندارتون او کنونشن ته وينا كښې كوله۔ صدر ډاکټر عارف علوی ووئيل د پاکستان پشمول ټوله نړۍ د کورونا و??اء سره مخ ده،د نړۍ په مقابل كښې پاکستان كښې صورتحال ښه دے ،نړۍ كښې د کورونا نوے قسم په تندۍ سره خپريږي،په دې تناظر كښې د ماسك لګولو پشمول په اېس او پیز عمل کولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاکستان په کامیابۍ سره د کورونا مقابله كړې او کاروباری هلې ځلې ئې بحال ساتلي او د نړۍ د ستونزو سره مخ شوې۔ ده ووئېل په نړۍ كښې د خوراك څښاك ځيزونو بيعې زياتې شوي، د میډیا پشمول پاکستاني قام د ذمه وارۍ څرګندونه كړې، پاکستان كښې زيات وګړي شته مند دي هغوې د غريبانانو خيال ساتلے ۔ صدر ووئيل د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې ګراني ده، حکومت په ګرانۍ قابو موندلو له هر م??كن ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل د 60ء او 70ء په لسيزه كښې پاكستان ??رم??تګ كولو۔په ټوله نړۍ كښې د پاکستان يو نامه وه خو د تير وخت اقداماتو له امله زيان شوے۔ده ووئيل پاکستانو سوداګرو او سرمایه دارو په دبئۍ كښې سرمایه كاري كړې خو مونږ د دبئۍ د پالیسو څخه څه زدكړه نه ده كړې۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان تعمیراتی څانګې لپاره په اربونو روپو پیکیج وركړے چې ورسره تعمیراتی څانګې ته وده ترلاسه شوې ۔ده ووئيل تعمیراتی څانګې لپاره د وزیراعظم پیکیج سره د دې سره پيوست ذیلی صنعتونو ته وده موندې ، د روزګار موقعې راپیدا شوې او د خواري كښو مزدوري زياته شوې ۔ صدر مملکت ووئيل كور د ټولو بنیادی ضرورت دے ،بايد وګړو له په مناسب بيعه كورونه وركړې شي ۔ ده ووئيل په ماضي كښې د قرض اخستلو او بيا بيرته د نه وركولو له امله په دې څانګه كښې ستونزو سره مخ وؤ خو مونږ دغه ستونزې ختمې كړي۔ ده ووئيل په تير وخت كښې تعلیمی څانګه نظر انداز کړې شوې ، پروفیشنلز د ملازمتونو لټون لپاره بهر تللي او د بهر هېوادونو څخه ترسیلات زر رالېږي۔ده ووئيل په برآمدات اډانه صنعتونو ته وده وركولو سره د ادائیګیو د توزان مسئله حل كيدې شي۔ده ووئيل د احساس پروګرام د لارې غریبانانو له ریلیف پیکیج وركړے شوے۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل مونږ ټول به په ګډه ټیکسټائل، انفارمیشن ټیکنالوجي او د ځوانانو ??رم??تګ ته پام لرنه كوو ، ټیکسټائل او آئی ټی څانګې ته به پام لرنه كولې شي ٬ دې سره به د روزګار موقعې راپیدا شي او معیشت به ??رم??تګ وكړي۔ده ووئيل د رئیل اسټیټ څانګه كښې ښه والې لپاره د زمكو ريكارډ ډیجیټلائزیشن كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په لیز وركړې شوي کچی آبادی په ځائې دنګې ودانۍ به جوړولې شي، بايد دغه سيمو كښې منظم ??رم??تګ راشي۔ده ووئيل تعمیراتی څانګه د هېواد په ??رم??تګ كښې مهم کردار لري۔