میران شاہ 21 ستمبر (اے پي پي) پاکستان الېون د یو کے میډیا الېون ته په دوستانه ټي ټونټي مېچ كښې په 133 رنز ماتې وركړې٬ پا??ستان الېون وړومبي لوبه كولو سره په ټاكلې شوېو اووز كښې 253 رنز جوړ كړل٬ په دې موقع شاهد خان اپريدي جارحانه لوبه كولو سره 80 رنز جوړ كړه او آٶټ نه شو دغسې انضمام 28 رنز جوړ كړه او آٶټ نه شو۔ د دې په ځواب كښې د يو كے ميديا الېون په ټاكلې شويو اوورونو كښې د 7 لوبغاړو په سوځېدو 120 رنز جوړ كړل۔ اپريدې د ښه لوبې كولو په سوب د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ مېچ د پا??ستان آرمي٬ پي سي بي او د پي اېس اېل پېښور زلمي فرنچائز په مرسته د ميرانشاه په يونس خ??ن سټېډيم كښې وشو كوم چې د آزادي كپ سيريز برخه ده۔ د آئي اېس پ?? آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور او د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال نذیر احمد بټ هم په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع د آئي اېس پ?? آر ډي جي ووئيل د امن كپ د لارې به ثابته ٶ چې پا??ست??ن سوله ايز هېواد دې او ترهه ګري به دلته بيا ودې كولو ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل فاټا كښې د امن د بحالۍ عمل تقريباً بشپړ شوې دې٬ خلق د معمول ژوند كوي او دلته مېشته ټولو وګړو ته د ژوند ټولې بنيادي آسانۍ ترلاسه دي۔ په دې موقع په لويه شمېره تماش بين هم موجود وو چا چې د خپلو اتلانو ډاډګيرنه كوله او د مېچ په مهال ئې پا??ستان او دپاكستان آرمي زنده باد نعرې هم وهلې